IQNA

د اسلامی ماډرن  تمدن رامینځةکول د مذهبی آزادۍ پراختیا ته اړتیا لري

6:51 - February 16, 2023
د خبر لمبر: 3486909
ایکنا-(تهران) د ګرګان ولایت د آزاد اسلامی پوهنتون دغونډو په هال کې په دوه ورځني سمینار کې د اسلامی وحدت په مناسبت درې ټوکه کتابونه او نرم آوزارونو په لسګونو مقالې هم نندارې ته وړاندې شوی.

 ایکناخبری آژانس د اسلامی مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی له قوله راپور راکړ، ددغې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاری پخپلې ویناکې  ووئيل، د اسلامی ماډرن تمدن رامینځةکول ،دنورو مذهبونو له پیروکارو سره په چلند کې د احساساتو کنټرول او مذهبی آزادۍ ته اړتیا لري.

د اسلامی مذهبونو دنړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري  پرون  دایران د شمال ګرګان ولایت  په کوربتو سره د اسلامی انقلاب په دوهم ګام کې د اسلامی ماډرن تمدن جوړونې او  د اسلامی مذهبونو د نزدیکت دسمینار په دوهمه ورځ پخپلې وینا کې روښانه کړه، دوحدت  او دیوه واحد امت  د نظر د یووالي  دبیانولو ، دعمل په ډګر کې د وحدت د عملی اجرا او د تفرقې د مخنیوي  په یوه غږ سره دمدیریّت په باب   نظر بیانول  د ټولو په اوږو د وحدت په زمینې کې  درې مهمې دندې دي.

شهریاري زیاته کړې ،له مخالفت سره په چلند کې ورپسې ګام دا دی چې باید د ظالمانه اقداماتو سره لاس او ګریوان نه شو او باید عدالت په هرحال کې او په تیره بیا  له مخالف سره په چلند کې عدالت رعایت کړو.

د اسلامی مذهبونو دنزیدکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي ټينګار وکړ،باید اجازت ورنکړو ،په ټولنې کې ترور او تکفیر وده وکړي او باید له هغو کسانو سره چې  د مونږ داسلامی نظام په ضد عملی اقدام کوي مقابله وکړو. 

د اسلامی انقلاب په دوهم ګام کې د اسلامی ماډرن  تمدن  جوړونې او د مذهبونو دنزدیکت  دملی سمینار په عنوان سره د ایران د شمال  اسلامی وحدت سیمه ایزه غونډه په تیرو دوو ورځو کې په ګرګان کې  ترسره شوه چې ډيری داخلی او بهرنیو عالمانو پکې ګډون  درلود.

د اسلامی انقلاب په دوهم ګام کې د اسلامی ماډرن  تمدن  جوړونې او د مذهبونو دنزدیکت  دملی سمینار په عنوان سره د ایران د شمال  اسلامی وحدت سیمه ایزه غونډه په تیرو دوو ورځو کې په ګرګان کې  ترسره شوه چې ډيری داخلی او بهرنیو عالمانو پکې ګډون  درلود.

https://iqna.ir/fa/news/4122420/%D

 

captcha